مالبرو کرکټ کلب په برلین کې افغانانو ته د کرکټ وسایل ورکړل

تاند- مالبرو کرکټ کلب د جرمني په برلین کې افغان پناه غوښتونکو زلمکو او ماشومانو ته د کرکټ وسایل ورکړل.

د ګریت اند هیرالد د راپور له مخې، تر دې وړاندې د سږ کال په لومړیو کې په برلین کې د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره ۶۴۰ یورو ټولې شوې وې څو د کرکټ وسایل پرې راونیول شي.

2په مرسته شویو وسایلو کې پډونه، دستکشونه او نور وسایل شامل دي.

کرکټ په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر ټولو په زیاتې خوښېدونکې لوبې بدل شوی دی.

د اروپايي هیوادونو د مهاجرت د چارو ځیني مسوولان وايي، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي له کرکټه پرته بل سپورت نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *