چلسي په خپل کور کې له مانچستر سیټي وبایلله

تاند- د انګلیستان د فوټبال د غوره لیګ ۵ اوونۍ پوره شوې، په تېرو ۵ اوونیو کې مانچستر سیټي ۵ لوبې ګټلي او د دغه لیګ د جدول په سر کې دی.

مانچستر سیټي پنځمه سیالي له چلسي څخه وګټله. د دې بري اهمیت په دې کې دی چې چلسي په خپل کور کې وبایلله.

نن /سې شنبه/ مامچستر یونایتید، چې په تېرو ۵ لوبو کې یې ۳ بایللي، له لیستر، بورنمت له ایفرټن، لیورپول له هل، میدلبرا له ټاتنم او سټوک سیټي له ویسټ بروم سره مخامخ کېږي.

حاضردمه مانچستر سیټي په ۵ سیالیو کې ۱۵، ایفرټن په ۵ سیالیو کې ۱۳، ټاتنم په ۵ سیالیو کې ۱۱ او ارسنل په ۵ سیالیو کې ۱۰ امتیازونه لري.

د چلسي امتیازونه هم ۱۰ دي خو مقام یې د دې لپاره تر ارسنل شاته یعني ۶ دی چې ارسنل په مجموع کې تر چلسي یو ګول زیات وهلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *