لیستر سیټي د اتلولۍ لپاره یوې بریا ته اړتیا لري

تاند- د انګلیستان د غوره لیک یا پریمرلګ په سیالیو کې د (لیستر سیټي) اتلولۍ ته یوازې د یوې مسابقې ګټل کفایت کوي.

ټاکل شوې ده چې لیستر سیټي د یکشنې په ورځ /مې لومړۍ/ له مانچستر یونایټید سره مخامخ شي چې اوس د انګلیستان د غوره لیګ په جدول کې پنځم ځای لري.

ټاتنم، له لیستر سیټي وروسته دوهم ټیم و، چې د غوره لیګ د سږ کال د اتلولۍ چانس یې درلود خو د دوشنبې په ورځ یې له ویست بروم سره سیالي مساوي کړه او دا چانس یې له لاسه ووت.

ټاتنم اوس دوهم ځای لري.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *