د افغانستان له کرکټ بورډه د بدني روزنې د ريیس کتنه

د کرکټ بورډ خبرپاڼه –

د افغانستان بدني روزنې لوی رئیس محمد همایون خیري نن د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې څخه لیدنه وکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال جلالتمآب ستر جنرال الحاج عبدالرشید دوستم لخوا رالیږل شوې نقدي جایزه یې پر ملي لوبغاړو وویشله.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي او د عمومي ریاست اداري مرستیال حاجي عزیز الله فضلي د بدني روزنې له رئیس او د بدني روزنې ریاست له غړو څخه هرکلی وکړ. اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د کرکټ بورډ ادارې ته د بدني روزنې لوی رئیس راتګ له کرکټ څخه ددوی ملاتړ وباله او زیاته یې کړه چې، کرکټ د بې مخینې ودې په حال کې دی او په دغه بهیر کې د دولت او په ملي کچه د ټولو سپورتي ادارو ملاتړ زموږ ملا تړي. ستانکزي د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال جلالتمآب ستر جنرال الحاج عبدالرشید دوستم له یو میلیون افغانیو نقدي جایزې څخه مننه وکړه چې د ملي لوبډلې وروستیو بریاو له امله یې د لوبډلې هر لوبغاړي ته ډالۍ کړه.

د بدني روزنې لوی رئیس محمد همایون خیري په خپله وینا کې ووییل چې، “ویاړم چې نن په یوه پیاوړې ملي اداره کې د کرکټ ملي اتلانو سره یو ځای یم. کرکټ افغانستان ته نه هیریدونکي ویاړونه راوړي دي او موږ یې د زړه له کومې قدرداني کوو. سپورت چې د ملي یووالي سمبول په توګه یې د افغانستان دردیدلي ولس ته په هره کچه ویاړونه راوړل، له جملې څخه یې کرکټ د یوه پیاوړي جوړښت په څېر خپل اغېزمن رول ولوباوه او ولسونه یې د بریاو په خواږو ماړه کړل”. خیري د خپلې وینا په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال الحاج ستر جنرال عبدالرشید دوستم له لوري رالیږل شوې یو میلیون افغانۍ نقدي جایزه هم د ملي لوبډلې پر لوبغاړو وویشله.

د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د بدني روزنې لوی رئیس محمد همایون خیري ته د کرکټ بورډ ادارې مختلفې څانګې معرفي کړې او د لوبغالي او د لوبې اړونده ټولې ساحې یې ورته وښودلې.

په پای کې دواړو لوریو د اجراییوي ریاست په دفتر کې ځانګړې ناسته وکړه چې په ترڅ کې یې اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د بدني روزنې لوی رئیس محمد همایون خیري ته د کرکټ لوبې او ادارې اړونده هراړخیز معلومات ورکړل. همداراز، خیري له افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریاست څخه په مختلفو برخو کې د تخنیکي مرستو غوښتنه وکړه چې د اجراییوي ریاست لخوا یې په ورین تندي هرکلی وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *