د افغانستان او هندوستان کرکټ ادارو ترمنځ د هوکړې موارد نهایي شول

د هندوستان په ممبۍ کې د هند کرکټ بورډ ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي او د هندوستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس راهول جوهري ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک موارد نهایي شول.

د هوکړه لیک مهم موارد په لاندې ډول دي.

  • د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې د نړۍ نورو پیاوړو لوبغاړو ترڅنګ د افغان لوبغاړو شمولیت چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ ټول ولس لپاره یو ستر ویاړ او لاسته راوړنه ده
  • د افغانستان او هندوستان الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې سیالۍ
  • د افغانستان او هندوستان ملي نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې سیالۍ
  • په تخینکي برخه کې مرستې
  • له لوړ معیار سره د لوبڅارانو روزنه
  • له لوړ معیار سره د روزونکو روزنه
  • د هندوستان له روزنیزو اکاډمیو (د هندوستان ملي اکاډمي ملي اکاډمۍ، بنګلور او آیم آر ایف) څخه په منظم ډول وړتیا ګټه اخیستنه
  • د پیچ جوړونکو یا کیوریټرانو روزنه

دواړو لوریو د هوکړه لیک ټول موارد نهایي کړل او د هند کرکټ اداره به د هوکړه لیک له مواردو سره سم د افغان کرکټ بورډ له ادارې سره خپلې همکارۍ ترسره کوي.

هیره دې نه وي چې د افغانستان او هندوستان ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو لړۍ به د هندوستان ملي لوبډلې د پانګونکي، تلویزیوني حقوقو او مهالویش له کتنې وروسته نهایي شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي له افغان کرکټ سره د هندوستان کرکټ مرستې حیاتي بولي او وایي چې، د هوکړه لیک مواردو له پلي کیدو سره به افغان کرکټ د پام وړ وده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *