هندي لوبغاړی لال چند سیتارام راجپوت د افغان کرکټ ټیم سرروزونکی وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې نن /شنبه/ اعلان وکړ چې د هندوستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی لال چند سیتارام راجپوت یې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګوماره.

۵۴ کلن راجپوت د هند په ملي لوبډلې کې د لوبیدو ترڅنګ د هندوستان ملي نولس کلنې، ملي الف، ملي ۲۳ کلنې لوبډلې روزونکي، د هندوستان ملي اکاډمۍ مسئول او ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

د راجپوت په ټاکنه کې له افغان کرکټ بورډ سره د کرکټ نړیوالې شورا غړو هم ګډون درلود. د مشر روزونکي کاري پوسټ لپاره هرشل ګیبز، پال نیکسن، کوری کالیمور، چمن دواس، محمد یوسف او محمد کیف شارټ لیسټ شوي وو. سربیره پردې، د هندوستان کرکټ بورډ مشر انوراګ ټاکور لخوا هم څلور غوره روزونکي افغان کرکټ بورډ ادارې ته پیژندل شوي وو چې له ډلې یې راجپوت د غوره روزنیزې مخینې درلودلو پر بنسټ د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

سیتارام راجپوت نن په دهلي کې د یوې رسمي خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته وروپیژندل شو. په دغه خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د ملي لوبډلې نوي روزونکي راجپوت او ملي روزونکي رئیس احمدزي ونډه درلوده.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل، “موږ د ملي لوبډلې لپاره د یوه پیاوړي روزونکي په لټه کې وو. د مختلفو روزونکو لخوا راته وړاندیزونه راولیږدول شول چې په پایله کې یې له هراړخیزو څیړنو وروسته لال چند راجپوت د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو. راجپوت د هندوستان له ملي لوبډلې سره د روزنې اوږدمهاله تجربه لري او زه باور لرم چې نوموړی به دغه تجربې په خورا ګټوره توګه له ملي لوبډلې سره شریکې کړي.”

لال چند راجپوت رسنیو ته په خپله وینا کې ووییل چې، زه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د سترو پرمختیایي پروګرامونو په رڼا کې د کار تابیا لرم. باوري یم چې زموږ کار به ګټورې پایلې راوړي او افغان لوبغاړي به خپل استعدادونه نور هم پراخه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته ووییل چې، راجپوت د ښو تجربو درلودونکی روزونکی دی. له ملي لوبډلې سره د نوموړي ملتیا به مثبت تغیرات راوړي او زه باور لرم چې لوبغاړو ته به مسلکي روزنه ورکړي. نوموړی به له لوبډلې سره د اروپا په سفر کې خپله ملتیا پیل کړي.

هیره دې نه وي چې، د اروپا سفر په ترڅ کې به له نوموړي سره د اوږدمهال تړون په اړه هم خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *