په لغمان کې د کرکټ لپاره د معیاري لوبغالی د جوړېدو چارې پیل شوې

په لغمان ولایت کې په نړیوالو میعارونو د برابر کرکټ لوبغالي د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې د چهارشنبې په ورځ /جون۲۲/ پیل شوې.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د دې لوبغالي د جوړېدو د چارو په پرانستونکې مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او یو شمېر نور حاضر ول. دا لوبغالی په په شل جریبه ځمکه کې جوړېږي.

دغه پروژه چې د یو نیم متر په لوړوالي د ټولې ساحې سنګ کاري، د یو نیم متر په لوړوالي د ټولې احاطې فلزي کټاره، دخولي او خروجي دروازې، په اته جریبه ځمکه کې د شنې ساحې، د شل جریبه ځمکې پرکاري، کندن کاري او هموار کاري، د روغتیايي اوبو او د چمن د سرسبزۍ لپاره د اوبو د څاه برمه کاري او همدارنګه د لوبغاړو د ناستې لپاره یو فلزي سایبان هم په کې شامل دي د افغانستان د کرکټ بورډ د انکشافي بودیجې پر مټ جوړېږي، چې د همدې لومړۍ برخې کار  به یې په شپږو میاشتو کې پای ته ورسېږي.

په نړیوالو میعارونو د جوړېدونکي کرکټ لوبغالي د لومړۍ برخې د چارو د پیل پر مهال لغمان والي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ له مشرتابه نه مننه وکړه چې د ځینو ستونزو با وجود یې بیا هم د لغمان ولایتي اداره او ځوانان ناهیلي نه کړل او د دغه لوبغالي د جوړولو لپاره یې عملي قدم واخیسته.

ښاغلي نعیمي وویل چې د پروژو په ښه کیفیت تطبیق ورته تر ټولو ډېر اړین دی او باید د دې پروژې د چارو په درسته توګه د سرته رسېدو په موخه د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي اداره او په لغمان کې د المپیکامریت، اړونده ریاستونه او د کرکټ بورډ مسولین په دوامداره شکل له دغې پروژې نظارت او څارنه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش بیا په خپلو خبرو کې د لغمان والي او ولسونو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ وویل چې د ولایت مقام په مرسته او بیا بیا غوښتنه د کرکټ بورډ اداره په دې وتوانېده چې د دغې لوبغالي لپاره بودیجه پیدا کړي او کار پرې شروع کړي.

ښاغلي دانش ژمنه وکړه چې دا لوبغالی به په دوو کلونو کې دننه په بشپړه توګه په میعاري شکل جوړېږي چې نن یې د لومړۍ برخې چارې پیل شوې، هغه زیاته کړه چې لغمان د کرکټ په برخه کې ښه استعدادونه لري چې دا لوبغالی به د هغوی په لا ښې روزنه کې نوره هم مرسته وکړي.

امیرزېبدُراني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *