په لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړېږي

د کرکټ بورډ خبرپاڼه –

نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د محمد شفیق ودانیز شرکت ترمنځ د لغمان کرکټ لوبغالي ودانیزې پروژې تړون لاسلیک شو. د لاسلیک په مراسمو کې چې د افغانستان کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې برابر شوي وو، د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د محمد شفیق ودانیز شرکت رئیس، د کرکټ بورډ پرمختیایي او تدارکاتو څانګې مسئولینو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

د لغمان کرکټ لوبغالی چېد لغمان ولایت مرکز په ۳۰ جریبه ځمکه کې رغول کیږي، د اتو میاشتو په موده کې به یې ودانیز کار بشپړ شي او افغان کرکټ بورډ ادارې یې مالي لګښت ته اوږه ورکړې ده.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، په هېواد کې د یو شمېر نورو ولایتونو سربېره دادی اوس په لغمان کې هم د کرکټ یو معیاري لوبغالی رغول کیږي. د لوبغالي ودانیزه پروژه چې د اتو میاشتو په موده کې به بشپړه شي، د کرکټ بورډ له پانګې به یې ټول لګښت ورکول کیږي. دانش زیاته کړه چې، موږ د هېواد په هر ولایت کې د کرکټ ودانیزو چارو ته ژمن یو او لیرې به نه وي چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کرکټ یو سمبال جوړښت ولرو.

د محمد شفیق شرکت رئیس ووییل چې، موږ به له کرکټ سره د خپلې مینې له مخې د لغمان ولایت پر لوبغالي د زړه له تله کار وکړو او یو معیاري لوبغالی به د کرکټ بورډ ادارې ته وسپارو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته وویل چې، کرکټ په هېواد کې د بې مخینې ودې په حالت کې دی. دغه وده به د هر لوبغاړي اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي او موږ به ډېر ژر تر ټولو ولایتونو د پرمختیایي چارو په موخه ولاړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *