قرغې ته څېرمه په ۲۷۰ ملیون ډالره لوبغالی جوړېږي

تاند- یو شمېر امریکا مېشتې افغانان غواړي چې د کابل ښار قرغې ډنډ ته نژدې یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

د دغه لوبغالي د جوړولو اعلان تېر کال افغان سندرغاړې مژده جمال زاده وکړ، ویې ویل چې د لوبغالي لپاره له خلکو بسپنه ټولوي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه افغان – امریکايي سوداګر خبریالانو ته وویل چې د ۲۷۰ ملیون ډالره په لګښت د جوړېدونکي لوبغالي لپاره یې قرغې ډنډ ته نژدې د۱۰۰ ایکړه مځکې معامله بشپړه کړې ده او ژر به د لوبغالي کار پیل کړي.

مژده جمالزاده وايي چې د مځکې له رانیولو وروسته د لوبغالي د جوړولو لپاره د بسپنې ټولولو ته دوام ورکوي.

One thought on “قرغې ته څېرمه په ۲۷۰ ملیون ډالره لوبغالی جوړېږي

  1. د پرمختگ لپاره گام دی
    دا به خلکو د اوزگارتیا مخه هم نیسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *