لوبغاړي باید بې طرفه وي/ اسدالله کامه وال
اول خو دا د منلو وړ نه ده چې موټروان ته مخامخ شیشه باندې دې مرمۍ ولګي خو موټروان دې بچ شي، د څنګ طرف شیشه دې ولګي خو شاپور او غمی ځدراڼ دې نه سور وي او نه شین؛ حتی شیشه دې هم نه ور الوتې.
سره د دې چې شاپور او غمي نه کوم تغویز کړی او نه سحر؛ که وي خو ودې وايي.
کله چې یو څوک غواړي کوم څوک ترور او یا ووژني، نو په افغانستان کې داسې په اسانه په توره شپه په خالي سیمه کې نشي خلاصیدلی، ځکه کمین چې څوک نیسي هغه بریالي هم وي.
بیا له پېښې ورسته نه ملي امنیت او نه څارنوالي ته خبر ورکوي؛ ایله کرکټ بورډ ته زنګ وهي او هغوی ورته وايي چې مونږ به څېړنه کړو.
په دې ناکامه هڅه به خپل پلویان غلط او خوشال کړې، خو زه چې یو نظامي کس یم او پولیسي مې کړې ده، نو زما د څېړنو نتیجه داده چې شاپور یو ټوډي موټر لري او په دغه شپه کوم مفسد چارواکي ډاټسن ورکړې ده چې په نیمايي لار کې ورته ښکته شئ او په تفنګچه یې وډزوئ.
یو ځل یې په خوست کې هم په دروغو دا پاټ سره جوړ کړی و او په دومره امنیتي ځواکونو کې یې ایله یو مدني فعال ته حال ویلی و، سره له دې چې په خوست کې دا څه وخت د دولتي کس لپاره هم کوم خطر نشته او دا خو یو عادي لوبغاړی دی.
یو خو ټولنیزه مېډیا ده، هر څوک هر څه وايي، زما یې باوري رسنیو ته غوسه راځي چې ولې دغې پېښې ته په نړیواله کچه دومره هوا ورکوي او له شر خوټولو وروسته بیا ولې موضوع پرېدي او ولې له چارواکو سره مرکې نه کوي او موضوع سرته نه رسوي؟
د دې پښتو فلمي پاټونو بیخي ډېر تاوانونه دي:
۱- شاپور خپل مینوال له لاسه ورکوي او زه خو یې سر له اوسه ست نه کوم، ځکه د شاپور په لېول مونږ دېرش نور لوبغاړي هم لرو.
۲- د شاپور مینوال فکر کوي چې د شاپور مخالفینو دا کار کړی او نور ضد یې هم ورسره پیدا کیږي.
۳- شاپور د افغانستان کرکټ ته ستر تاوان ورسولو، ای سي سي یې بې باوره کړه او بهرني لوبغاړي به زړه ښه نه کړي چې شپږیزې او یا نورو لوبو ته راشي، ځکه امنیتي خطر احساسوي.
۴- سبا هر څوک له دې فرست نه غلطه ګټه اخلي، د شاپور د مخالفینو په جامه کې په شاپور برید کوي او پړه یې پر مخالفینو ور اچوي.
۵- له دې سره بې اتفاقي، سمت پرستۍ او قومي ضدونه لا زور اخلي.
۶- شاپور ځانته هم کار وکتلو، مجبور دی چې له ځان سره وسله وګرځوي.
۷- په شاپور پسې دا خبر هم کیږي چې چندانې لوبغاړی نه و، ډېر وخت یې نوم ورک و او اوس په همدې بدمعاشیو ځان مشهوروي.
۸- شاپور چې څومره د کرکټ بورډ پخوانۍ اداره تورنه کړه، له دې یې زیات خپل ځان هم تور او د خلکو له پامه ور بد کړ.
۹- شاپور چې څومره د کرکټ بورډ اوسنۍ ادارې ملاتړ تر لاسه کړ؛ همدومره یې اوسنۍ ادارې ته مخالفین هم پیدا کړل، ځکه زه هم دا څه وخت ټولنیزه مېډیا تعقیبوم، والله که نوی رئیس هم په کراره څوکۍ وکړي.
۱۰- شاپور یوه بې کاره لار رواج کړه، له دې وروسته به هر بې کاره لوبغاړی د بورډ پر وړاندې ژاړي او نا حقه حق به غواړي.
ځینې خلک دا هم وايي چې شاپور څه وخت وړاندې په نظامي دریشۍ کې عکسونه اخیستي وو او دا برید د دولت مخالفینو پرې کړی.
دا خبره خو بیخي د منلو وړ نه ده او که احیاناً داسې شوي هم وي، بد یې نه دي ویلي، ځکه سبا به طالبان هم وايي چې له مونږ سره هم په پټکي او واسکټ کې عکسونه واخله ، ځکه مونږ هم ددې وطن یو.
نو له دې خاطره لوبغاړي باید بې طرفه وي.
زه د ننګرهار د کامې اوسیدنکی یم او دا مې لومړۍ لیکنه ده چې په کرکټ یې کوم.
د دې لیکنې هیڅ ضرورت نه و، خو په دې خاطر مې وکړه چې دا خبره یې د شر خورولو لپاره را پورته کړه او بیا یې غلې کړه، ولې دولت او جنايۍ مسلسل پلټنه او سپیناوی ونه کړ، ولې نور جنګونه کم دي چې اوس د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ اور ته هم لمن وهي؟