قطر د ۲۰۲۲ جام لپاره هره اوونۍ ۵۰۰ ملیون ډالره لګوي

تاند- قطر وايي، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو لپاره پر بېلابېلو پروژو هره اوونۍ شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالره لګوي.

د قطر د مالیې وزیر وویل چې تر راتلونکو څلورو کلونو پوري به همدومره لګښت ته دوام ورکړي.

قطر ته په ډېره سخته د فوټبال د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام کوربه توب ورکړل شو.

د قطر له تودې هوا رانیولې، پر کارګرو تر زیاتي پوري راز راز نیوکې وشوې خو قطري چارواکي د ټولو انتقادونو په وړاندې ودرېدل او د څو نویو او سر پټو ایرکنډېشن لرونکو لوبغالو ترڅنګ یې د ګڼو لویو لارو او روغتونو جوړولو ته ملا وتړله.

پر دغو پروژو به قطر ۲۰۰ ملیارد ډالره ولګوي.

ویل شوي چې د ۲۰۲۲ م کال نړیوال جام به د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ګرانه جام وي خو د قطر د مالیې وزیر دا خبره ردوي.

په ۲۰۱۴ م کال په برازیل کې پر نړیوال جام ۱۱ ملیارد ډالر ولګول شول، او روسیې د ۲۰۱۸ کال د نړیوال کپ لپاره ۱۰ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *