نیمار په ۲۲۲ ملیون یورو پاري سن جرمن ته لاړ

تاند- د هسپانیا د بارسلونا کلب تکړه برازیلی لوبغاړی نیمار تېره شپه له پاري سن جرمن ټیم سره یوځای شو.

نیمار د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی پېژندل شوی دی. پاري سن جرمن نوموړی له بارسلونا څخه له اوږدو خبرو او چینو وروسته بالاخره په ۲۲۲ ملیون یورو واخیست.

۲۵ کلن نیمار له معاملې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي«هر هغه ځای ته چې یو لوبغاړی رسېدای شي، زه ورورسېدم، ډېرې داسې شېبې مې تجربه کړې چې نه هېرېدونکې دي، خو لوبغاړي نویو چلنجونو ته اړتیا لري.»

د نیمار په لرلو بارسلونا په تېرو ۴ کلونو کې دوه ځلې د هسپانیا د لالیګا اتلولي او یو وار د اروپا د اتلولۍ جام وګوټ.

ده د بارسلونا لپاره په ۴ فصلونو کې (له ۲۰۱۳ را په دې خوا) ۶۸ ګولونه ووهل. په همدومره موده کې کریستیانو رونالدو ۱۳۹ او مسي ۱۳۴ ګولونه وهلي دي.

تر نیما وړاندې سږ کال پل پوګیا د انګلیستان مانچستر یونایتید د ایتالیا له یوونتس څخه په ۱۰۰ ملیون پونډه واخیست او وویل شول چې تر دې وړاندې کوم لوبغاړی په دومره زیاته بیه نه دی رانیول شوی.

د پاري سن ژرمن کلب پر ۲۲۲ ملیون یورو سربېره، چې د نیمار په خاطر یې د بارسلونا کلب ته ورکړې، نیمار ته به د کال ۴۵ ملیون پونډه معاش ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *