نبي او راشد د کربین غوره لیګ په دوو جلا لوبډلو کې مخامخ دي

تاند- د افغانستان د کرکټ دوه تکړه لوبغاړي محمد نبي او راشد ارمان د هند په غوره لیګ کې له ګډونه وروسته دا ځل د نړۍ په بل سر کې په یوه بل غوره لیګ کې لوبېږي.

نبي او راشد د ویست انډیز په کربین غوره لیګ کې غوره شوي خو دا ځل په دوو جلا لوبډلو کې لوبېږي.

دوی دواړه د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد په سن رایزر کې سره یوځای ول.

راشد ارمان د کربین لیګ په امازون واریرز (د امازون جنګیالي) او محمد نبي په نیویز پیتریاټز (هیوادپال سمندري ځوک) لوبډلو کې لوبېږي.

دواړه لوبډلې به د راتلونکې شنبې (اګست۵) او یکشنبې (اکست۶) د امریکا د فلوریدا ایالت په لادرهېل لوبغالي کې مخامخ شي.

له ښه مرغه مسابقه داسې وخت پیلېږي چې په افغانستان کې ماښام مهال وي او خلک یې لیدو ته وخت لري.

د هند په غوره لیګ کې د راشد او نبي ګډون نه یوازې د دوی له نړیوال شهرت سره مرسته وکړه بلکې د افغانستان له نوم او د کرکټ له ځای سره یې هم کومک وکړ. بې له شکه د ویست انډیز په کربین لیګ کې به هم د دوی ګډون بې اغېزې نه وي.

له محمد نبي سره په نیویزپیتریاټز لوبډله کې د ویست انډیز ګریزګیل، همداراز برایتوایټ، د پاکستان محمد حفیظ او حسین علي یوځای دي خو له راشد سره بیا د نیوزیلنډ ګاپټل او د پاکستان بابراعظم او سهیل تنویر ملګري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *