د کربین په غوره لیګ کې د نبي او ارمان لوبډلې مخامخ شوې

تاند- د ویست انډیز د کربین غوره لیګ په سیالیو کې د شنبې په ورځ د امریکا په فلوریدا کې د محمد نبي او راشد ارمان لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې.

لومړی بیټنګ د راشد ارمان لوبډلې (امازون واریرز) وکړ. دوی په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۲۴ منډې وکړې.

د امازون لوبډلې وروستی توپ راشد ارمان وویشت.

د محمدنبي لوبډلې نیویز پیتریاټز دا سیالي په داسې حال کې وګټله چې وروستی ګټونکی توپ محمد نبي وویشت.

په دې سیالۍ کې محمد نبي او راشد ارمان په مستقیم ډول څوک ونه سوځول خومحمد نبي لږ منډې ورکړې او راشد ارمان د مقابل ټیم یو لوبغاړی رن اوټ کړ.

نبي په ۴ اورونوکې ۱۷ منډې ورکړې چې د خپل ټیم د نورو باولرانو تر ورکړیو منډو لږې دي. نبي په بیټنګ کې په ۵ توپونو ۶ منډې وکړې.

او راشد ارمان په ۴ اوورونو کې ۲۵ منډې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *