د نیمار په اړه نورې رسنۍ څه وايي؟

محمود خان منندوی

کاډینا سیر:
بارسلونا خپل وړاندیز د نیمار په اړه پاریس سېنټ جرمن ته وړاندی کړی، خو پوهیږي چي دا موضوع پیچلې ده. ریال ماډریډ دغه لوبغاړی غواړي، خو په هر قیمت نه، خو بیا هم د نقل او انتقالاتو تر پایه صبر کوي.

اې ایس:
ریال ماډریډ روزمره د نیمار سره اړیکي ساتي او د دغه لوبغاړي جریان د نیمار سره تعقیبوي او دې ته منتظر دی، چې پایله یی څه کېږي.

د الچیرنیګویټو خبریال جوزپ:
ریال ماډریډ د نیمار موضوع ته داخل شو.

مارکا:
بارسلونا د نیمار او پاریس سېنټ جرمن ستونزي نه شي حل کولای، نو په همدې خاطر ریال ماډریډ د نیمار په موضوع کي تر بارسلونا مخته شوی دی. ریال د بارسا او پی ایس چې د خرابو اړیکو څخه په ګټې اخیستو سره غواړي، نیمار راونیسي.