نن شپه اووه نیمې بجې بارسلونا او لوانټي مخامخ کیږي، دوې نورې سیالۍ هم شته

د اسپانیا د لالیګا د فوټبال سیالیو په لړ کې نن بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلې لوبې لري. د دغو سیالیو د ۱۲مې اونۍ په لوبو کې بارسلونا د لوانتې په وړاندې او ریال ماډریډ بیا د ریال بیټیس فوټبال ټیم په وړاندي میدان ته اوځي.

 د بارسلونا او لوانتې لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه ماښام د کابل په وخت اوه نیمي بجې پېلیږي.  دا لوبه د لوانتې لوبډلې په کوربتوب د ډي والینسیا په نوم یوه لوبغالي کي ترسره کیږي.

 د ریال ماډریډ او ریال بیټس ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه بیا نن شپه دولس نیمي بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي.

 د یاد لیګ په تیرو ترسره سوو ۱۱ اونیو لوبو کې تر دې مهاله بارسلونا لوبډله تر ټولو مخکي ده.

د ۲۲ نمرو په درلودلو سره بارسلونا لومړی ځای، ریال ماډریډ د ۲۱ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای او ګراناډا بیا د ۲۰ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.