د تکواندو افغان لوبغاړي  نن چین ته روانیږي

 ټاکل شوې چې د تکواندو افغان لوبغاړي د تکوندو په ازادو سیالیو کې د ګډون لپاره نن چین ته روانه شي.

 د تکواندو فدراسیون مشر نجیب الله سکندر  رسنېو ته وویل، چې په تلونکو کسانو کې اته لوبغاړي او دوه روزونکي شامل دي:

نوموړي وویل:  “هغه لوبغاړي چې په دغه لوبه کې ګډون کوي، ورته د سرو زرو،سپینو زرو او برونزو مډالونه ورکول کېږي، چې په نړېوالو المپیک لوبو کې یې د ګډون لپاره ډېر ارزښت لري.”

 نوموړي زیاته کړه، چې د تکوندو په جي 1 درې ورځنیو سیالیو کې له نږدې ۵۰ هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.