افغان لوبغاړو د تکواندو مډالونه وګټل

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې دوو لوبغاړو (احمد بخشي او حمکت الله) د تکواندو په G1 نړيوالو سياليو کې د سرو او سپينو زرو مډالونه ګټلي دي.

د تکواندو G1 نړيوالې سيالۍ د هند په کوربه‌توب د روان زيږديز کال د جون مياشتې په ۱۱مه نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې تر ۱۶مې به دوام وکړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، په دې لوبو کې له افغانستان څخه کابو ۲۷ لوبغاړو برخه اخیستې وه چې له ډلې یې یوازې احمد بخشي او حکمت الله بريالي شول چې خپل هېواد ته وياړ ورپه برخه کړي.

د تکواندو فدراسيون د نشراتي څانګې مسوول ذبیح الله شهزاد وايي، د تکواندو G1 په نړيوالو لوبو کې د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ۲۰۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې.

نوموړي وويل: «په دې سياليو کې زموږ ۲۷ لوبغاړو برخه اخیستې ده چې له ډلې څخه یې يوازې دوو لوبغاړو مډالونه وګټل، له بده مرغه زموږ ښځينه تکواندو لوبغاړو تر اوسه کومه سيالي نده ګټلې، نرګس او سيمه غلامي هغه  لوبغاړې دي چې خپلې لوبې یې وبايللې او تمه لرو چې زموږ نورې ښځينه لوبغاړې وکړای شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي.»

ټاکل شوې چې د تکواندو پنځه لوبغاړي نن جمعه د خپلو سيالانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.