د افغانستان کراټې ۲ لوبغاړو ۲ د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان د کراټې دوو لوبغاړو د ایران د کراټې په ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو او يو د سپینو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبې په دوو جلا کټه ګوریو کې ترسره شوې .

 “دغه لوبې د اوپن نړېوالو لوبو په نوم دي،چې د لومړي ځل لپاره د ایران په ګلستان ښار کې ترسره شوې.”

 دغه لوبې د لړم په ۹مه پیل شوې وې او د همدې میاشتې په ۱۱ نېټه/ پرون پای ته ورسېدې.

 د بدنې روزنې د ریاست په وینا په دغو لوبو کې د افغانستان د کراټې د لوبغاړو ترڅنګ له روسیې، ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو څخه هم لوبغاړو ګډون کړی وو.