د افغانستان کراټې ملي لوبډلې یو لوبغاړی جاپان ته ورسېد
د کراټې یو افغان لوبغاړی د نړیوالو سیالیو لپاره جاپان ته رسېدلی، د افغانستان د کراټې ملي لوبغاړی محمد احساس کریمي د کراټې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان هېواد ته تللی.
په دغې سفر کې نوموړي سره یو روزونکی شامل دی.
د افغانستان بدني روزني عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پېلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
د کراټې د نړیوالو سیالیو دا دوهم پړاو دی او په دې سیالیو کې د ۱۶۶ هېوادونو څخه یو ـ یو لوبغاړی ګډون کوي.
د یادولو وړ : د کیوکوشین کان کراټې لوبه د افغانستان په ۱۵ بېلابېلو ولایتونو کې پر مخ بېول کیږی ، دخوست ولایت خلک د لوبو سره له پخوا نه ډیر مینه درلوده ، له همدې امله د خوست مرکز نه پرته د همدې ولایت په ولسوالیو کې په لسګونو ځوانان بیلابیلې لوبې پر مخ وړي .