کریم بنزما د بل هیواد لۤپاره لوبېدلی شي؟

محمود خان منندوی

 د وروستیو جنجالونو په دوام د کریم بنزما لوبیدل په بله ملي لوبډله کې ډېر سخت معلومیږي، خو په دې موضوع کې تر ټولو مهمه د فیفا پریکړه ده.

 کریم بنزما یو الجزایر الاصله لوبغاړی دی او په دې لوبډله کې د لوبیدو له پاره باید خپل فرانسوی پاسپورټ باطل کړي. د دې لیک له مخي یوازې د فرانسې لخوا د کریم بنزما د پاسپورټ باطل کول کافي نه دي او دغه لوبغاړی باید د خپلو الجزایري والدینو له خوا هم اقدام وکړي.

 پر همدې مهال یو لوبغاړی چې یو ځل د یوې ملي لوبډلې لپاره لوبیدلی وي، کولی شي د خپلې پخوانۍ لوبډلې او نوې لوبډلې په رضایت سره او د فیفا د ځینو قوانینو په مراعت کولو سره د نوې لوبډلې لپاره ولوبیږي. دغه موضوع د 2019 په جون کې د فیفا په نوې اساس نامه کې ذکر شوه.

 دې ټولو موضوعاتو ته په کتو سره په نوې ملي لوبډله کې د کریم بنزما لوبېدل ډېر سخت کار دی، خو دا یو ممکن او د حل وړ موضوع ده.