کریم بنزما سږ کال شپږویشتم مقام خپل کړ، نور هم شته

محمود خان منندوی

کریم بنزما هیڅکله د سرو زرو د توپ په درجه بندۍ کې تر شپاړلسم مقام لوړ نه و راغلئ، خو دا کال شپږ ویشتم شو.

ارسنال د غوره لیګ د دې فصل په 14 لوبو کې یوازې 4 لوبې ګټلي، چې دا د 1975/76 فصل راهیسي د ارسنال تر ټولو خراب فصل دی، چې په غوره لیګ کې یي را پیل کړی دی.

 56 ورځې کېږي، چې ارسنال په غوره لیګ کې لوبه نه ده ګټلې، چې 6 لوبې پکې شاملیږي او دا د 1994م کال راهیسې د دوی تر ټولو خراب ریکارډ دی.

ډیګو سیموني د اټلاټیکو د روزونکي په توګه هیڅکله په لالیګا کې بارسلونا ته ماته نه ده ورکړې ( 16 لوبې | 10 ماتې | 6 مساوي )

جاسټین کلایورټ د سیر اې د دې فصل تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، چې 3 ګولونه یي په دې لوبو کې ولګول. هغه اوس 20 کلن دی.

کریسټیانو رونالډو  دخپل فوټبال په دوران کې د لومړي ځل لپاره د کلبونو په سطحه په نومبر میاشت کې ګول ونه لګاوه. ( 2019 نومبر)

کریسټیانو رونالډو د خپل فوټبال د دوران 116ام پینالتي پرون ګول کړه.  هغه یوازې 22 پینالټي خطاء کړي دي.  په اوسط ډول یي %88 ګول کړي دي.

د ډیسمبر میاشتي مهمې لوبې او مهم مراسم. بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډ لوبه وکړه.

 د لالیګا د کلبونو پر وړاندې په هره لوبه کې د لیونل میسي د ګولونو اوسط. د اټلاټیکو ماډریډ پر وړاندې د ګولونو شمېر: 25

 هغه دوه کلبونه چې د غوره لیګ د دې فصل د کور څخه دباندې لوبو کې یي ماته نه ده خوړلې ( لیورپول او شیفیلډ یونایټیډ )

 هغه لوبغاړي چې د یوه کلب لپاره یي ډېرې لوبې کړي دي: میسي.