جیمي وارډي د غوره لیګ په اخیرو 6 لوبو کې 8 ګولونه وهلي، نور هم شته

محمود خان منندوی

انجلوټي هم اخراجېدو ته نږدې کېږي!

 ناپولي د ټولو ټورنمنټونو په اخیرو 8 لوبو کې لوبه نه ده ګټلې:’

 2 ماتې| 6 مساوي

 دا ډول لړۍ په ناپولي کي د 2010م کال راهیسي بې سابقې ده.

منچسټر یونایټیډ او ارسنال په غوره لیګ کې خپلې لوبې 2-2 مساوي کړې!

 منچسټر یونایټیډ 2 اسټون ویلا 2

 د منچسټر یونایټیډ لپاره لینډلوف او راشفورډ ګولونه ولګول.

 د اسټون ویلا له پاره مینګس او ګرایلیش ګولونه ولګول.

 نورویچ سیټي 2 ارسنال 2

 د نوریچ سیټي له پاره پوکي او کنټ ول ګولونه ولګول.

 په دې لوبه کې د ارسنال دواړه ګولونه ابامیانګ ولګول.