نوئل لاګراټ: کریم بنزما ښه لوبغاړی دی، خو د ملي لوبډلې لپاره نشي لوبېدلی، نور هم شته

محمود خان منندوی

د فرانسې د فوټبال فدراسیون رئیس نوئل لاګراټ: کریم بنزما یو ښه لوبغاړی دی، خو نور به هیڅکله د ملي لوبډلې لپاره ونه لوبیږي.

کریم بنزما یي په ځواب ویلو درېغ ونه کړ، نوموړي په خپل ټیویټ کي ویلي دي:

نوئله! ما دا فکر نه کاوه چې ته دې د روزونکي په پریکړو کې د مداخلې توانایي ولرې. دې موضوع ته په کتو او زما یوازي والي ته په کتو سره، په ملي لوبډله کې زما د دوران وخت هم پای ته رسیدلی معلومیږي. که چیري فکر کوې چي یو ختم شوی لوبغاړی یم، نو ما پریږدئ چې د یو بل هیواد  لپاره ولوبیږم او هغه وخت به هر څه درته ثابت کړم.

د بیلجیم د تېري شپې ټول ګولونه او د ګول پاسونه د چیلسي پخوانيو لوبغاړو ترسره کړل:

⚽ ټورګان هازارډ ( ایډين هازارډ )
⚽ ایډين هازارډ ( رومیلو لوکاکو )
⚽ ایډين هازارډ ( کیوین ډي بروین )
⚽ رومیلو لوکاکو ( کیوین ډي بروین )