هند په پياوړې توپوهنې او توپ اچونې بنګالیان خفه کړل

د هندوستان او بنگله‌دېش ترمنځ ټېسټ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان یو ځل بیا د پیاوړې توپ وهنې او توپ اچونې پر مټ ستره بریا خپله کړه. د لوبې پچه بنگله‌دېش وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. د بنگله‌دېش توپ وهونکي د هندوستان د توپ اچوونکو په وړاندې بې وسه ثابت شول او ۵۸٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره مشفق الرحیم په ۱۰۵ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ او مومن الحق په ۸۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول. هندوستان لپاره محمد شامي ۳ او اېشانت شرما، امېش یادف او اشوېن دوه دوه وېکېټې واخیستې.

هندوستان خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې په ځانگړی ډول د میانک اگروال غبرگې سلیزې په مرسته ۱۱۴ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۹۳ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندوستان لپاره میانک اگروال په ۳۳۰ توپونو د اته ویشتو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۲۴۳ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. رهانې په ۱۷۲ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۶، جدېجات په ۷۶ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۰ ناسوځېدلې منډې او پوجارا په ۷۲ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل. بنگله‌دېش لپاره ابو جاید ۴ او عبادت حسین او مهدي حسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

بنگله‌دېش خپل دوهم وار توپ وهنه کې هم کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۶۹٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او په دې ډول په یو اننگز او ۱۳۰ منډو يي ماتې وخوړه. بنگله‌دېش لپاره دوهم وار توپ وهنې کې یوازې مشفق الرحیم په ۱۵۰ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

هندوستان لپاره محمد شامي ۴، اشوېن ۳، امېش یادف ۲ او اېشانت شرما یوه وېکېټه واخیسته.