د بنګله دېش خلاف د افغان ایمرجنګ لوبډلې کمزورې توپوهنې سیالي بایلوده
د اېمرجنگ اسیا جام سیالیو دوهمه نیمه پایلوبې کې افغانستان د بنگلهدېش په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې افغانستان د کمزورې توپ وهنې له امله په ستر توپیر ماتې وخوړه.
د لوبې پچه بنگلهدېش وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. افغانستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دروېش رسولي ښکلې توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۲۲۸ منډې جوړې کړې.
افغانستان لپاره دروېش رسولي په ۱۲۸ توپونو د اوو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۱۱۴ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. وحیدالله شفق په ۶۶ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۳۴ او طارق ستانکزی په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره هم د نورو توپ وهونکو په پرتله ښه وځلېدل. عبدالمالک په ۴ توپونو ۱، شاهدالله په ۱۴ توپونو ۳، شوکت زمان په ۲۸ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۳، منیر احمد په ۷ توپونو ۲، سمیع الله شینواري په ۲۵ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۱، عظمت الله گربز په ۱ توپ ۱ او عبدالواسع له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. بنگلهدېش لپاره حسن محمود او سومیا سرکار درې درې او تنویر اسلام دوه وېکېټې واخیستې.
بنگلهدېش ځوابي توپ وهنې کې د پیاوړې توپ وهنې پر مټ ۳۹٫۵ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه. بنگلهدېش لپاره سومیا سرکار په ۵۹ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۱ او نجم الحسین په ۶۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. عفیف حسین په ۳۶ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۵ او یاسر علي په ۵۶ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.
افغانستان لپاره عبدالواسع دوه او عظمت الله عمرزی یوه وېکېټه واخیسته.