د کهولي بې رحمه توپوهنې هندۍ لوبډله ویسټ انډيز ته پياوړې ثابته کړه

د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان سترې بریا سره پای ته ورسېده. وېسټ انډیز دغې لوبې کې په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه. د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. وېسټ انډیز ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر لوبغاړو چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره هېټمایر په ۴۱ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۶، لوېس په ۱۷ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۰، کېنگ په ۲۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱، پولارډ په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۷ او هولډر په ۹ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره چهل ۲ او واشنگټن سندر، چهر او جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

هندوستان ځوابي توپ وهنې کې ۱۸٫۴ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وېراټ کولي او راهول غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږو وېکېټو وگټله. هندوستان لپاره وېراټ کولي په ۵۰ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۹۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او خپله لوبډله يي بریا ته ورسوله. کې اېل راهول هم په ۴۰ توپونو د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

وېسټ انډیز لپاره پییر ۲ او کوټرېل او پولارډ یوه یوه وېکېټه واخیسته.