ويسټ انډيز په پنځوس اوريزه سيالۍ کې هند ملي لوبډله په اتو وېکټو ماته کړه

د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د وېسټ انډیز سترې بریا سره پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان په اتو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رېشب پنټ او شریاس اییر توپ وهنې په مرسته ۲۸۷ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

هندوستان لپاره شریاس اییر په ۸۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ او رېشب پنټ په ۶۹ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره کوټرېل، پاول او جوزف دوه دوه او کېرون پولارډ یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز ۴۷٫۵ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شای هوپ او شېمرن هېټمایر پیاوړې توپ وهنې او سلیزو په مرسته ۲۹۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په اتو وېکېټو وگټله.

وېسټ انډیز لپاره هوپ په ۱۵۱ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې او هېټمایر په ۱۰۶ توپونو د یولسو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۱۳۹ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

هندوستان لپاره محمد شامي او چهر یوه یوه وېکېټه واخیسته.