ویسټ انډیز د کرکټ جادو پوخ کړ، افغان لوبډله په شل اوریزو کې سر پورته کولو ته نه پریږدي

د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان یو ځل بیا ناکامه لوبې څخه وروسته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره وېسټ انډیز د اېون لوېس پیاوړې توپ وهنې په مرسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره کېرون پولارډ په ۲۲ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ ناسوځېدلي منډې او اېون لوېس په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۶۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

یاده دې وي چې د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالېو له دې سیریز وړاندې د یو ورخنېو سیالېو سیریر هم ترسره کړ چې افغان لوبډله یې پکې وایټ واش کړه.