محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ د پاکستان سوپر لیګ ته نوم لیکنه وکړه

د ۲۰۲۰ پاکستان سوپر لیگ لپاره د لوبغاړو نوم لیکنه پیل شوې، چې د نومبر تر ۲۱مې به ادامه پیدا کړي. د یادونې ده چې د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړې سره سم د پاکستان سوپر لیگ د راتلونکی پړاو ټولې لوبې به پاکستان کې ترسره شي. تر دې دمه د پاکستان سوپر لیگ راتلونکی پړاو لپاره ۲۸ بهرنیو لوبغاړو چې درې افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي نوم لیکنه کړه. دغو لوبغاړو کې ډېل سټېن، کالن منرو، الېکس هېلز، جېسن رای، بېن کټنگ، کرېس لېن او راشد خان په څېر مشهورې څېرې هم شامل دي.

د پاکستان سوپر لیگ پنځم پړاو سیالیو لپاره هره لوبډله خپل اته لوبغاړي له ځانه سره ساتلی شي او خپلې لوبډلې بشپړولو لپاره به دغو سیالیو لپاره نوم لیکنه کوونکو لوبغاړو خپلولو په موخه بولي ترسره کوي.
پاکستان سوپر لیگ بولي کې گډون کوونکي بهرني لوبغاړي

افغانستان: محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن.

استرالیا: ډان کرېسټین، بېن کټېنگ او کرېس لېن.

انگلنډ: معین علي، هري گورني، الېکس هېلز، کرېس جورډن، لایم پلنکېټ، عادل رشید او جېسن رای.

نیپال: سندیپ لامېچاني

نیوزیلنډ: کالن منرو

جنوبي افریقا: هاشم امله، جې پي ډومیني، کالن انگرام، رایلي روسو، ډېل سټېن او عمران طاهر.

سریلانکا: انجلو متیوز او تېسارا پرېرا.

وېسټ انډیز: کارلوز براتویت، ډواین براوو، اېون لېوېس، سنیل نراین او کېرون پولارډ.

تېرو دریو کلونو څخه د پاکستان کرېکټ بورډ هڅه کوي د پاکستان سوپر لیگ له لارې دغه هېواد کې نړیوال کرېکټ بېرته پیل شي او نړیوالې لوبډلې پاکستان ته سفر وکړي. له همدې امله د ۲۰۱۷ پاکستان سوپر لیگ پایلوبه قذافي لوبغالۍ کې ترسره شوه. په ۲۰۱۸ کې بیا څلور لوبې کراچي او لاهور ښارونو کې ترسره شوې او سږکال د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د دغه لیگ ټولې لوبې به پاکستان کې ترسره کړي، چې له همدې امله د بهرنیو لوبغاړو گډون ورته ډېر زیات مهم دی.

د پاکستان سوپر لیگ پنځم پړاو ټولې ۳۴ لوبې به لاهور، کراچي، ملتان او راولپنډۍ کې ترسره شي.