فامېلۍ سوپر لیګ: مارکوه سوپر سټار لوبډلې کوارټر فاینل ته لاره وکړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن یکشنبه چې د سلواغلې له یووشتمې نېټې سره برابره وه.  د مارکوه سوپر سټار کهي ایلېون لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

لومړی توپوهنه کهي ایلېون سټار لوبډلې وکړه او په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه.

مارکوه سوپر سټار لوبډلې پیاوړی لوبغاړی وسیم خان د کهي الیون سټار لوبډلې د سر درد وګرځېد، نوموړي په درې اوورنو کې ۱۱ مڼډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۴ پياوړي لوبغاړي یې وسوځول.

په ځوابي توپوهنه کې مارکوه سوپر سټار لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پورته هدف پوره کړ او کوارټر فاینل ته یې لاره ومونده.

په دې سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وسیم خان ونومول شو.

ددې سیالۍ په ګټلو سره مارکوه سوپر سټار لوبډلې  کوارټر فاینل  ته لاره ومونده.

سبا دوشنبه/د سلواغې دوه ویشتمه/ ددې سیالېو په لړ کې د پله سر زلمیانو لوبډله د شینوارو خصوصي لوبډلې خلاف لوبیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.