د فامېلۍ سوپر لیګ: نواقېلو لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره وکړه | حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن شنبه چې د سلواغلې له نولسمې نېټې سره برابره وه.  د اخوند کلي ځوانانو او نواقېلو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

ټاس پکې د اخوند کلي ځوانانو وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.

 د اخوند کلي ځوانانو په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې د نعمت الله د ۳۸ مڼډو پر مټ تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د نواقېلو ځوانانو لوبډلې د لوبې په ۷م اوور کې وکولی شول چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي. نواقېلو لوبډلې ته مزمل په زړه پورې توپوهنه وکړه. نوموړي په یوازې ځان ۴۰ مڼډې جوړې کړې، دی پیاوړی لوبغاړی ځکه دی چې په یو اوور کې یې ۵ شپږېزې ووهلې او د سیالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

ددې سیالۍ په ګټلو سره نواقېلو ځوانانو لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

سبا یکشنبه ددې سیالېو په لړ کې د بلال قهرمان لوبډله  د کهي لوبډلې خلاف لوبیږي، دا سیالي څو ورځې وړاندې د پرلپسې اورښت له امله ځڼډېلې وه.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.