د فامېلۍ سوپر لیګ: نواقېلو لوبډلې شېرګړ ځوانانو ته ماتې ورکړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن سه شنبه چې د سلواغلې له شپارسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو څلورمه سیالي ترسره شوه.

ټاس پکې د نواقېلو لوبډلی وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.

 نواقېلو لوبډلې په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. امیر محمد مومند نواقېلو لوبډلې ته تر نورو توپوهونکو ښې منډې وکړې. د نوموړي ۴۴ منډو وکولای شول چې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۶منډو هدف کېږدي.

په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د شېرګړ ځوانانو لوبډلې ونشو کولی چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او ایله ۶۰ مڼډې یې جوړې کړې.

سبا پنج شنبه ددې سیالېو په لړ کې نواباد ځوانان د پله سر لوبډلې خلاف لوبیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.