افغان ۱۹ کلنو د سویلي افریقا لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

حضرت عثمان نوري

نن د فبرورۍ په ۵مه د افغانستان او جنوبي افریقا ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سیالي ترسره شوه. دا سیالي په بینوني کرکټ لوبغالي د افغانستان پر وخت غرمه مهال ۱۲ نیمو بجو پېل شوه.

ددې سیالۍ ټاس جنوبي افریقا ۱۹ کلنو ګټلی و او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

جنوبي افریقا کرکټ ۱۹ کلنه لوبډلې په خپل لومړي وار توپوهنه کې ټول اوورونه ولوبول او د ۱۵۵ مڼډو هدف یې افغان ۱۹ کلنو ځوانانو ته ورکړ.

افغان لوبډلې ته په توپ اچونه کې افغان لوبډلې شفیق الله غفاري بهترینه توپ اچونه وکړه، نوموړي د سیالې لوبډلې ۴ پیاوړي لوبغاړي وسوځول.

په لوبغالي کې د لومړي اننګز له لوبولو وروسته لنډه شېبه دمه وه، له ځڼډ وروسته سیالۍ بیا جریان پېدا کړ او افغان ۱۹ کلنو کرکټ ځوانانو وکولای شول چې د جنوبي افریقا ۱۹ کلنو ځوانانو له لوري ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره را ونیسي.

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د ننۍ بریا پر مټ وتوانېده چې د پنځوس اوریزو سیالېو په درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړي. وړاندې له دې افغان لوبډلې اسټرالیا ته سیالي بایلوده، که افغان ۱۹ کلنو ځوانانو هغه سیالي ګټلې وای، بیا به یې پنځم مقام خپل کړی وای.