چیلسي له اسي میلان څخه پیونټک را ونیسي، نور هم شته

محمود خان منندوی

ډیلي اکسپریس ویلي، چیلسي غواړي د اسي میلان څخه د پیونټک د رانیولو په لار کې د ټاټنهام سره سیالي وکړي. دوی به هغه ته د ۲۷ میلیونه یورو په ارزښت وړاندیز ولیږي. دا چې مقابل لوری به یې وړانديز ومني که نه، وخت به یې ځواب ووايي.

 دا په داسې حال کې ده چې کریسټین اریکسن د اینټر میلان سره د یو ځای کېدو په هدف د میلان ښار ته رسېدلی دی. هغه اوسمهال ۲۷ کلن دی او د ښې لوبې کولو وړتیا لري.

 فوټي هیډ لاینز: د نایک کمپنۍ به د کاټلونیا د بیرغ څخه په الهام اخیستو سره د بارسلونا د راتلونکی فصل څلورم لباس ډیزاین کړي.

دوی دا لباس په راتلونکو سیالېو کې اغوندي. نایک کمپنۍ له دویو لارښوونه اخیستې ده او ټولې غوښتنې به یې په دې نوي لباس کې ورته ځای پر ځای کړي.

په ورته وخت کې بیا د جورډن کمپنۍ د پاریس سېنټ جرمن څلورم لباس هم معرفي کړ، جورډن کمپنۍ د پاریس سېنټ غوښتنې منلي، ځکه خو یې لوبغاړو خوښي هم څرګنده کړې ده.