مارسیال د منچسټر یونایټیډ لپاره ۲۰۰ سیالۍ بشپړې کړې، نور هم شته

محمود خان منندوی

 مارسیال پرون د منچسټر یونایټیډ له پاره ۲۰۰ سیالۍ بشپړې کړې. نوموړی اوسمهال ۲۱ کلن دی او ۱.۸۱ سانتي متره د قد لوړوالی لري. مارسیال د فرانسې یو له نامتو لوبغاړو شمېرل کیږي.

مارسیال د فوټبال په نړۍ کې یو له هغو لوبغاړو شمېرل کیږي چې په سیالۍ کې شور جوړولی شي.

نوموړي له دې وړاندې ۱۹۹ سیالۍ ترسره کړې و، خو وړمه ورځ یې د منچسټر یونایټیډ اراده پیاوړې کړه.

په ورته وخت کې بیا ګابریل جیسوس د انګلستان د حذفي جام د اخیرو ۸ لوبو په ۱۱ ګولونو کې مستقیم اغیز درلود. ۴ د ګول پاسونه او ۷  ګولونه یې ووهل.

منچسټر سیټي د اروپا د ۵ معتبره لیګونو د دې فصل لومړی کلب شو، چې ټولو لوبلړونو کې یې ۱۰۰ ګولونه پوره کړل.

 منچسټر سیټي د اووم فصل له پاره پرلپسې په ټولو ټورنمنټونو کې ۱۰۰ لګولي ګولونه پوره کړل او د الیکس فیرګوسن تر منچسټر یونایټیډ وروسته د غوره لیګ لومړی کلب شو، چې دا ډول ریکارډ یي جوړ کړ.

دا لوبډله په خپلو غښتلو لوبغاړو سره زیات بریالۍ وي.