فوټبال: منچستر یونایټیډ بریالۍ شوه، خو لیورپول او روما لوبه مساوي کړه

محمود خان منندوی

د انګلستان حذفي جام سیالېو په لړ کې منچسټر یونایټیډ سیالي وګټله، خو لیورپول او روما بیا خپلې سیالۍ مساوي کړې. په دې سیالۍ کې منچسټر یونایټیډ لوبډلې ۶ ګولونه ووهل، خو ټرانمر لوبډلې بیا هېڅ ګول ترسره نه کړ.

د منچسټر یونایټیډ له پاره مګوایر، لینګارډ، مارسیال، جونز، ګرینووډ او ډالو ګولونه ووهل.

لیورپول چې په دې جام سیالېو کې یې خپل بخت و ازمایلو، دوه ګولونه ووهل، جونز او ډونالف هغه دوه لوبغاړي وو چې دوه ګولونه یې ووهل.  دغه راز شریو سبوري هم ۲ ګولونه ترسره کړل،  جیسون  د خپلې لوبډلې لپاره په یوازې ځان دوه ګولونه ترسره کړل، چې په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي مساوي پای ته ورسېده.

لیورپول او شریوسبوري به یوه بله سیالي هم کوي، تر څو ګټوونکی معلوم شي.

بلخوا په سیري ای کې روما او لاټزیو هم سیالي مساوي کړه، روما لپاره ژیکو او د لاټزیو لپاره فرانسیسکو ګول ترسره کړ.