د ارسنال او منچسټر یونایټیډ لوبه په غوره لیګ کې 1-1 مساوي شوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د منچستر یونایټیډ او ارسنال لوبه په غوره لیګ کې یو – یو مساوي پای ته ورسېده، سکاټ مک ټومیني د منچسټر یونایټیډ او ابامیانګ د ارسنال ګول ولګاوه.

د فیفا رئیس جیاني اینفانټینو د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په اتم فصل کې د طوفان هریرود د اتلولۍ په خاطر د دې لوبډلې ټولو غړو او مینوالو ته مبارکي ویلې ده.

تر هغه وروسته چې CAF په 2021 کال کې د افریقا د ملتونو د جام کوربه توب د کامیرون څخه واخیست، اوس الجزایر د دې لوبو د کوربه توب اخیستو پلان لري.

د ایاکس، اث میلان او بارسلونا پخوانی هالنډی لوبغاړی فرانک رایکارډ 57 کلن شو.

د بونډسلیګا د دې اوونۍ په لوبو کې هیڅ کوربه لوبډلې بریا ترلاسه نه کړه.

د اث میلان کارنامه د سیر اې په دې فصل کې د 1964/65 فصل راهیسي لومړی ځل دی، چې دوی په 6 لومړیو لوبو کې په څلورو لوبو کې بریا نه ده ترلاسه کړې.

د چیلسي فرانسوی لوبغاړی ژیرو نن 33 کلن شو.

رسمي: نایک کمپنۍ د جیوی اي د سرعت رویا په نوم نوي بوټونه معرفي کړل، چې د رونالډو، امباپي او سیم کیر ( د اسټرالیا ښځینه لوبغاړې) په واسطه به وروسته معرفي شي.

د دې بوټونو پر مخ په ساعت کې د 44/7 کیلو متر عدد لیکل شوی دی، چې دوی دا سرعت د هر فوټبالر د یوه خوب په توګه یاد کړی دی.

د 2015م کال په دې ورځ، کریسټیانو رونالډو پر مالمو دوه ګولونه ولګول او د ریال ماډریډ د تاریخ غوره ګول وهوونکی شو.

رسمي: فیفا اعلان کړه، چې د 2019 کال د نړۍ والو کلبونو د جام پایلوبه به د دوحې ښار په زده کړیز لوبغالي کې ترسره شي. دا لوبغالی د 2022 نړۍ وال جام د کوربه وو د لوبغالو د جملې څخه دی. د دې جام نورې لوبې به د خلیفه په ملي لوبغالي او جاسم بن حمد لوبغالي کې ترسره شي.