رونالډو: په ۲ کلونو کې له فوټبال سره مخه ښه کوم، نور هم شته

محمود خان منندوی

رونالډو د Sport Bible سره په خبرو کې ویلي دي، چې په دوو کلونو کې به د فوټبال سره مخه ښه وکړي.

هغه د دې تر څنګ ویلي دي، چې تر فوټبال وروسته به تجارت شروع کړي. د یوونټوس سره د رونالډو اوسنی قرارداد د 2022 تر دوبي پورې دی.

د دې امکان ډېر دی، چې د 2022م کال په پای کې به رونالډو فوټبال پای ته ورسوي. هغه به په دې وخت کې 37 کلن وي.

هغه لوبغاړي چي د انګلستان په غوره لیګ کي یي د ابامیانګ د لومړۍ لوبي راهیسي ډېر ګولونه لګولي دي:

ابامیانګ (39)
محمد صلاح (39)
سرجیو اګویرو (33)
جیمي وارډي (32)

سکاټ مک ټومیني تېره شپه د منچسټر یونایټیډ لپاره په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې خپل لومړی ګول ولګاوه.

د IPL د 2020 فصل بولۍ به د ډیسمبر پر 19مه نېټه په کلکتې ښار کې ترسره شي.

ارسنال د 1977 د ډیسمبر راهیسې د منچسټر یونایټیډ څخه په لیګ کې د کور څخه دباندې هغه لوبه نه ده ګټلې، چې ګول یي پکې خوړلی دی.

پوګبا د تېري شپې په لوبې سره د انګلستان په غوره لیګ کې 100 لوبې پوره کړې.