د فوټبال یو نوموتی لوبغاړی رونالډو د جورجینا روډریکز سره واده کوي

یوې سرچېنې ادعا کړې ده، چې کریسټیانو رونالډو بالاخره د جورجینیا روډریګز سره واده کولو ته پلان نیولی دی، چې د انولا 2000 د ادعا پر اساس دغه واده به په یوه ډېره شخصي بڼه د افریقا په مراکش کې وشي.

 ځینو ویلي دي، چې د واده ته پوره چمتوالی نیول شوی دی او د انولا 2000 د خبر پر اساس، په مراکش کې د سوک وهني اتل او مراکشي میلیارډر بدر هاري د دې واده لپاره هر څه چمتو کړي دي. دی او رونالډو سره ملګري دي.

 رونالډو او جورجینیا له ډېره وخت ملګري دي او اوس مهال څلور اولادونه لري.  جالبه بیا دا ده، چې تېر کال هم په دغه ورځ د رونالډو د واده خبر ورکول شوی و، د تېر کال د خبر جزیات دا دي:

په ډېر امکان سره به کریسټیانو رونالډو د جورجینا روډیګز سره د ایټالیا د ټورین ښار په ګران ماډری ډی ډیو کلیسا کې واده وکړي.