ميسي او روکوزو له اته کاله يو ځای ژوند وروسته واده وکړ

سپين روان نورزی

د ارجنټاين مشهور فوډباليست ديرش کلن ليونل ميسي له خپلې پخوانۍ معشوقې نهويشت کلنې انتونلا روکوزو سره له اته کاله يو ځای ژوند او دوو اولادو زيږيدو وروسته واده وکړ.

داسې ويل کېږي چې ميسي او روکوزو له ماشومتوبه سره ملګري او مينان ول، اته مخکې سره همبستره شول، په همدې موده کې يې دوه زامن هم وزيږول،خو د رسمي نکاح او واده پرېکړه يې نه وه کړې، په دې وروستيو کې دوی تصميم ونيولو چې خپلې اړيکې ته رسميت ورکړي، په همدې وجه يې د ۲۰۱۷ د جون مياشتې په ديرشمه نېټه د ارجنټاين په يوه شانداره هوټل ( روساريو) کې د واده مراسم ونيول.

د واده په دې مراسمو کې دوه سوه شپېتو تنو مېلمنو ګډون کړی و چې ډېری يې د نړۍ مشهور فوټبالران وو، په همدې سبب په دې سيمه کې ډېر کلک امنيتي تدابير نيول شوي ول. دا واده د پېړۍ واده وبلل شو.

ميسي د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې په نړۍ کې ډېر مينه وال لري او په افغانستان کې هم بې شمېره خلک ورسره اشنا دي او د ده د لوبې ځانګړي مينه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *