په ننګرهار کې د کرکټ لپاره له ۲۰۰ لوبغاړو ازموینه

دا ازموینه د ننګرهار ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ بورډ مسولینو رئس احمدزي او عبید الله کونړي تر څارنې لاندې واخستل شوه.

په ازموینه کې د ننګرهار د ښار د لوبغاړو تر څنګ د مختلفو ولسوالیو لوبغاړو هم ګډون ګړی وو .
د ختیځ زون کرکټ بورډ مسول بختیار ساحل وایی چې له دې ازمویني وروسته به په ورستي پړاو کې به څوارلس کسیزه منتخبه ولایتي لوبډله انتخاب شي.

بل لور ته بیا د ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی او د دغې ازمویني مسول رئس احمدزي وايی چې ډیر خوښۍ ځای دی چې په ننګرهار کې دومره ګڼ شمیر لوبغاړو په دغه ازموینه کې ګډون کړی و.

احمدزی زیاته کړه چې په راتلونکي کې موږ هڅه کووچې ننګرهار، کونړاولغمان ترمنځ دکرکټ سیالۍ پرلاره واچووترڅوختيځ زون لپاره هم یوپیاوړي لوبډله ولرو.

د یادولو وړ ده چې، دغه لوبډله به دانتخاب کیدوورسته دننګرهار په غازی امان الله لوبغالي کې په ګریډون سیالېوکې ګډون وکړي.
ف (رحیمي)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *