کرکټ|| په کابل کې به په نړیوال معیار برابر لوبغالی جوړ شي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په هیواد کې به په نړیوال معیار د برابر لوبغالي د جوړېدو چارې ژر پیل او په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل نن /یکشنبه/ افغانستان ته د کرکټ د نړیوالو شورا د بشپړ غړیتوب د ورکولو په مناسبت په یوه ځانګړې غونډه کې وویل چې په پلازمېنه کابل کې د دغه په نړیوال ستندرد برابر لوبغالي د جوړولو کار به سږ کال پیل او په دوو کلونو کې پای ته ورسېږي.

غونډه د شپږیزې یا د افغانستان د غوره لیګ د لوبډلو د پېرودونکو او لوبغاړو له لوري ترتیب شوې وه.

مشعل د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب د افغانستان لپاره ستر بری وباله او ټولو افغانانو ته یې د دې کامیابۍ مبارکي وویله.

ده افغان لوبغاړي، چې په خورا ابتدايي امکاناتو او خاورینو میدانونو یې کرکټ لوبه پیل کړه او د کرکټ د نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب پورې یې ورسوله، وستایل.

ده د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ته د افغانستان رسېدا د لوبغاړو د زحمتونو نتیجه وبلله

مشعل همداراز وویل چې په لغمان کې به هم د کرکټ په نړیوال معیار برابر لوبغالی جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *