افغانستان 10-0 د ازبکستان څخه ماته ومنله، نور هم شته

محمود خان منندوی

 د افغانستان د ښځینه وو 23 کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د 23 کلنو ملي لوبډلو د اتلولیو په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه کې د ازبکستان څخه 10-0 ماته وخوړه.

 افغانستان به سبا/دوشنه/ له تاجکستان سره سیالي وکړي.

د بیل د وروستي حرکت په بهانه بلیچر ریپورټ جالبه عکسونه ډیزاین کړي دي. تر ټولو جالبه هغې بیا د پیکي دی.

بارسلونا په لالیګا کې 2-1 لیګانیس ته ماته ورکړه.

 د بارسلونا لپاره سواریز او ویډال ګولونه ولګول.

 د لیګانیس ګول دې لوبه کي نصیري ولګوئ.

بوسکټس په بېګانۍ لوبه کې د ژیړ کارت په اخیستو سره په لالیګا کې د اټلاټیکو ماډریډ پر وړاندې د راتلونکي اوونۍ مهمه لوبه له لاسه ورکړه.

د ایټالیا د 2019 کال د فوټبال د بیلا بیلو جایزو لپاره کاندید لوبغاړي اعلان شول.