د فوټبال افغان ۱۶ کلنه لوبډله نن مازیګر د ازبکستان خلاف لوبیږي

سمیع سیرت

د فوټبال سیالېو په بهیر کې افغانستان تېره شپه ايران لوبډله ۱-۰ ماته کړه او دې سره يې د تاجکستان په کوربتوب روانو سيالېو کې خپله دوهمه بريا هم يقيني کړه.

افغان لوبډلي وړاندې ترکمنستان ۱-۰ ماتې هم ور کړې وه او د قرغزیستان سره يې بیا سیالي ۲-۲ مساوي کړې وه.

په پام کې ده چې نن افغان لوبډله د ازبکستان سره مازيګر ۵:۳۰ بجې سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا چې د افغان ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې ددې سیالېو په بهیر کې ښه ځلېدلې، امکان شته چې نن به ازبکستان ته هم ماته ورکړي.