په فوټبال کې افغان ۱۶ کلنو لوبډلې ایرانۍ لوبډله ماته کړه

افغان ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په مرکزي اسیایي سیالیو کې دویمه بریا هم خپله کړه.

افغان لوبډلې د دې سیالیو په دوام خپله درېیمه لوبه کې ایران ته پر یو صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه ګول ذکریا حسیني وکړ.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره کړې وه او دوه په دوه ورسره مساوي شوې وه او دویمه لوبه کې یې ترکمنستان ته پر یو صفر ماتې ورکړې وه.

افغان ۱۶ کلنو لوبډله اووه نمرې لري او له تاجکستان وروسته په دویم مقام کې ده.

دا لوبې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هېوادونو ترمنځ روانې دي او راتلونکې پنجشنبې پورې دوام کوي.

په دې سیالیو کې به افغان لوبډله خپله څلورمه لوبه نن سه شنبه له ازبکستان سره وکړي.