د فوټبال په سیالۍ کې افغان لوبډلې ترکمنستان لوبډله ماته کړه

نصرت الله عمرزی

د افغانستان د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې په دویم پړاو مرکزي اسیایي سیالیو کې خپله دویمه لوبه له ترکمنستان سره وکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دې لوبه افغان لوبډلې ترکمنستان ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې ته ذکریا حسیني ګول وکړ او په دې بریا سره افغان لوبډلې درې نمرې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان سره کړې وه او دوه په دوه مساوي شوې وه.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي او د افغانستان په ګډون پکې ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو ګډون کړی.

افغان لوبډله دې سیالیو کې خپله درېیمه لوبه سبا ماسختن ۸ بجې له ایران لوبډلې سره پېل کړي.