یوونټوس د رونالډو سره خوښي څرګنده کړه

محمود خان منندوی

د یوونټوس او سهیلي کوریا د تېرې جمعې د ورځې په لوبه کې د سهیلي کوریا د منتخبو لوبغاړو د لوبډلې لوبغاړي سسینیا تر دوهم ګول وروسته، خپل د دوو نورو ملګرو سره د رونالډو مشهوره خوشحالي وکړه.

البته په لومړیو انځورونو کي رونالډو له دې حرکت څخه خوشحاله نه معلومید، خو تر لوبې وروسته سسینیا و رونالډو ته ورغی او د دې حرکت د ترسره کولو د هدف د ویلو تر څنګ یي هغه په غیږ کي ونیوه.

سسینیا نن په انسټاګرام کې هغه عکس نشر کړی، چې د رونالډو لباس ور سره دی.