میسي او رونالډو د نامتو باسکیټبالر کوبي برایانټ پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

محمود خان منندوی

 تېره شپه د باسکیټبال د نړۍ نامتو لوبغاړی کوبي برایانټ د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې له خپلي یوې لور سره یو ځای خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نوموړي د مرګ په اړه ګڼ شمېر نامتو لوبغاړو د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.

 میسي:  زه د ویلو له پاره هیڅ نه لرم. زما ټوله مینه د کوبي د کورنۍ او دوستانو له پاره ده. هغه لیدنه او شېبې چي مې ستا سره درلودې، له خونده ډکې وې. موږ د هغه په څیر لږ نابغه ګان درلودل.

 رونالډو: د کوبي برایانټ او د هغه د لور جیانا د مرګ د خبر په اوریدو ډېر نا راحته شوم. کوبي یو واقعي افسانه او د ډېرو خلګو یو الهام و. کورنۍ او دوستانو ته یي تسلیت وایم.

 هغه د امریکا د NBA د سیالېو له مشهورو ستورو څخه و. نوموړي په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال در لودل.

کوبي د خپل هېواد لپاره ستر ویاړونه خپل کړي، له همدې امله د نړۍ ګڼ شمېر نامتو لوبغاړو د نوموړي پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.