د هند ۱۹ کلنو استرالیا له نړیوال جام څخه بهر کړه

د هندوستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله لمړۍ لوبډله شوه چې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پېدا کوي.

د هندوستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د آسترالیا لوبډلې ته د ۲۳۳ منډو هدف ورکړ چې د آسترالیا ټوله لوبډله په ۱۵۹ منډو وسوځېده.

په سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی د هند تیز بالر کارتیک شو چې د آسترالیا څلور لوبغاړي یې وسوځول.

دا د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام لمړی کوارټر فاینل و. افغانستان به د جمعې په ورځ (جنوري۳۱) له پاکستان سره په څلورم کوارټر فاینل کې بخت ازمايي. که یې وګټله، په سیمي فاینل کې به له هند سره مخامخیږي.

دویم کوارټر فاینل سبا د نیوزلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ او درېیم کوارټر فاینل د جنوبي افریقا او بنګله دېش ترمنځ دي.